دغه چیک لیست داسې یوه وسیله چې له تاسو سره به د ناشر/ژورنال د اعتبار په ارزوولو کې مرسته وکړي چې آیا ستاسو مد نظر ژورنال ستاسو د څېړنې لپاره مناسب ده که نه
رنګه کولای شئ ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسو مدنظر ژورنال ستاسو د څېړنې (مقالي) لپاره مناسب ده که نه؟

آیا هغه ژورنال چې تاسو ورته خپله څېړنه سپارئ معتبر ده؟
- د نړۍ په سطحه څېړنې زیاتې نشر کیږي
- هره هفته نوې ناشران رامنځته کیږي
- زیاتره څېړونکي د جعلي نشرپه اړه اندیښمن دي
- دا چې خپلي څېړنې چیرته نشر کړو، په دي اړه د تازه لارښوونو پیدا کول سخت کار کیدای شي

ستاسو د مد نظر ژورنال د اعتبار ارزووني لپاره له لاندي لیست څخه کار واخلئ
آیا ته یا ستا همکاران د ژورنال په اړه معلومات لرئ؟
- آیا تا پخوا ددي ژورنال کومه مقاله لوستی ده؟
- آیه په ژورنال کې وروستۍ نشر شوئ مقالي د لاسرسي وړ دي؟
- د ژورنال نوم: نوم یې ځانګړی ده (یعنی په دی نوم بل ژورنال نشته یا ډیر دی ته ورته)
- کولائ شي د ژورنال معلومات په آی اس اس ان فورټال کې وګورې؟ باید په ژورنال کي شته معلومات د له معلوماتو سره باید مطابقت ولري
کولای شې په آساني سره ناشر پیدا او ورسره په اړیکه کې شی؟
- آیا د ناشر نوم د هغه په ویبپاڼه کي په روښانه ډول ښکاري؟
- آیا کولای شی له ناشر سره د تیلیفون، ایمیل یا فوسټ له لاري په اړېکه کې شی؟
آیا په ژورنال کې د مقاله کتنې نوعیت ټاکل شوی؟
- آیا ژرونال په دی اړه چې مقاله د کتني په موخه بهرنیو (چې د ژورنال عضویت ونلري) مرورګرانو ته ورکول کېږي؛ یوه مقاله څو کتونکي ګوري؟
- آیا مقاله د اداري بورډ لخوا کتل کیږې یا د نورو محقیقینو لخوا؟
- ژورنال د مقالی د تائید ضمانت نه کوي یا دا چې مقاله به په ډیر لنډ وخت کې وکتل شي
آیا مقاله اندیکس یا آرشیف کیږي؟
- آیا ستاسو مقاله به په یو معتبر ډیټابیس کې انډیکس یا آرشیف شي؟
- آیا ناشر د اوږد مهاله آرشیف کیدو ډاډ/ضمانت درکوي؟
- آیا ناشر د دایمې در لودونکی ده؟ – Digital Identifier
آیا ټاکل شوي چې د نشر لپاره به څومره فیس اخیستل کیږي؟
- آیا ښکاره ده چې ژورنال فیس د څه لپاره اخلي او کله یې اخلي؟
- آیا د ناشر په ویبپاڼه کې د هغوی د مالي ملاتړ په اړه وضاحت شته؟
- آیا ناشر د کرنسي نوعیت او څومره والی تعینوي؟
- آیا په ویبسایت کې وضاحت شتون لري چې لغو/فسخ امکان لري؟
آیا د ناشر په ویبپاڼه کې د لیکوالانو لپاره لارښوونې شتون لري؟
- آیا ناشر ستاسو د چاپ حقوق خوندی ساتي؟
- ستاسو مقاله به په کوم فارمټ کې شتون ولری؟ (HTML, XML, PDF)
آیا ناشر/ژورنال د یو مشهور نوښتګر بنسټ غړیتوب لري؟
- آیا ناشر د نشراتي اخلاقو د کمېټي غړیتوب لري؟
- که چېرته ژورنال د آزاد لاسرسي/اوفن اکسس وي نو باید له ډاج یا آسپا سره اندیکس وي.
- که چېرته ژورنال د بنګله دیش، نیپال، سریلانکا، مرکزي امریکا او منګولیا منطقو څخه وي نو آیا د ایناسپ آنلاین ژورنالونو عضویت لري، که د لاتیني امریکا، هسپانېې او فورتګال منطقو وي نو آیا د لاتیندیکس عضویت لري؟
- د ژورنال نوم د نامعتبرو ژورنالونو په لیست کې نه ده راغلی؟ (لکه: یا د ۲۰۲۳ کال دجعلي ژورنالونو لیست)
- آیا ناشر د بل معتبر مرکز عضویت لري؟ (لکه: ایلزیویر، پاب میډ، ګوګل سکالر …او داسې نور.)

که پورته پوښتنو ته ستاسو ځواب “هو” وي نو چیک لست بشپړ او خپله څېړنه ناشر ته وسپارئ
With thanks to عبدالرحمن ادیب/Abdul Rahman ADIB for this translation.